د غزني ولایت پوهنې ریاست کې د سیرت النبي « صلی الله علیه وسلم » د سیالیو پایلې اعلان شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۸
ret

په هغه غونډه کې چې پکې د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د یاد ولایت مسئولینو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت رهبري، یو شمېر استادانو او علماء کرامو حضور درلود؛ د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم » د سیالۍ پایلې اعلان شوې. په پيل کې د غزني پوهنې رئيس د ټولنې په اصلاح کې د ديني ارشاداتو اهميت او رول ته اشاره وکړه او ويې ويل: دا ډول کړنې د اسلامي ارزښتونو په پاللو او د هېواد د نويو نسلونو په روزلو کې مهم او د پام وړ رول لوبوي. نوموړي په ​​دغو سیالیو کې په پوره لېوالتیا سره د ځوانانو ګډون ستره لاسته راوړنه وبلله او د هغوی هڅې یې وستایلې. نورو ويناوالو هم په ټولنه کې د اسلام د سپېڅلي دين په ارزښت خبرې وکړې او د دیني ارشاداتو په رعایتولو يې ټينګار وکړ. په پاى کې د مسئولينو له لوري، د غزني ولايت ګيرو ولسوالۍ اړوند د مالک بن قيس عالي لېسې د يوولسم ټولګي ممتاز زده کوونکی نبي ګل د زرګل زوی ته چې په همدغه سیالۍ کې يې لومړى مقام ترلاسه کړی و، يو عراده موټرسايکل، دوهم مقام ګټونکي ته تحصیلي بورس او ۸ تنو نورو ته چی په دغو سیالیو کی یی غوره نمرې اخیستې وې جایزې او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS