د فاریاب ولایت له پوهنې ریاست سره د خلکو مرستې دوام لري
د هېواد له ښوونیز او روزنیز نظام سره د پوهنې دوستو خلکو د ملاتړ په دوام، په دې وروستیو کې د فاریاب ولایت د بېلابېلو ولسوالیو یو شمېر شریفو خلکو خپلې شخصي ځمکې د یاد ولایت پوهنې ریاست ته ځانګړې کړي دي.
چې تفصیل یې په لاندې ډول دی:د کورکوري ښوونځي د جوړولو لپاره ۶۰۰۰ متره مربع ځمکه، د قدوغک ښوونځي د ودانۍ لپاره ۲۱۰۰ متره مربع ځمکه، د یاد ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د آلنجي ښوونځي د ودانۍ لپاره ۲۱۵۰ متره مربع ځمکه او د خواجه غار ولسوالۍ مرکزي ښوونځي ودانۍ لپاره ۲۲۹۵ متره مربع ځمکه.
د يادونې وړ ده، چې د يادو سيمو اوسېدونکو د پوهنې مشرتابه په مشرۍ په جلا جلا غونډو کې هر يو په رسمي ډول د خپلو ځمکو اسناد د فارياب ولايت پوهنې رياست ته د ثبت په موخه سپارلي دي.
دفارياب ولايت دپوهنې رياست مشرتابه د یاد ولايت دخلکو له مرستو او همکاريو څخه چې دپوهنيز نظام دپرمختګ او ښه والي په لاره کې یې کړې دي، مننه وکړه او له نورو شتمنو هېوادوالو او په تېره بيا له ملي سوداګرو څخه يې وغوښتل، چې یاد بهير ته دوام ورکړي.
