د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یو باب منځني ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۳۶
یسثق

د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ اړوند د بیرکه منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې رغنیزې چارې یې څه موده مخکې د یو همکار بنسټ په ملاتړ د ۱۹.۹۵ مېلیونه افغانیو لګښت سره پیل شوې وې، د پوهنې مسئولینو، علماء کرامو او د سیمې د خلکو د استازو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد، حاضرینو ته په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت رهبري د تعلیمي بنسټونو لپاره د لازم ښوونیزو او روزنیزو امکاناتو او اسانتیاوو برابرولو په برخه کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي.

یاده ودانۍ چې په دوه پوړونو کې په اساسي او پاخه ډول جوړه شوې، ۱۳ درسي ټولګي، اداري خونه، لابراتوار، د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه، احاطوي دېوال، لمریزې برېښنا سیسټم او نور اړین ملحقات لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS