د لاسونو مینځلو نړیوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست پیغام

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۹:۲۵
123

د افغانستان د پوهنې وزارت په دې ویاړي، چې د لاسونو مینځلو نړیواله ورځ، (د اکټوبر میاشتې له ۱۵ نېټې سره سمون لري) هرکال د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې لمانځل کیږي.
که څه هم نن سبا طب ثابتوي، چې د خلکو په ورځني ژوند کې د پاکوالي نشتوالی په ټولنه کې د ډول ډول ناروغیو د خپرېدو لامل ګرځي، خو د اسلام سپېڅلي دین د خپل ظهور له پیله د ځان او چاپېریال د پاکوالي په اړه د انسانانو پام را اړولی دی.
 لکه څنګه چې د بشریت ستر لارښود حضرت محمد (صلي الله علیه وسلم) فرمایلي دي: « نظافت د ایمان یوه برخه ده » او د رسول الله (صلي الله علیه وسلم) د سنتونو له جملې څخه ، غسل، اودس کول او د مسواک استعمال دی؛ خو اوس په ښکاره توګه د ساينس په پرمختګ سره دا ثابته شوې ده، چې د خپل ځان، جامو او چاپېریال پاک ساتل د خلکو د روغتیا او هوساینې لامل کیږي او د دوی په منځ کې د وژونکو ناروغیو د خپرېدو مخه نیسي.
د پوهنې وزارت د یادې مسئلې په درک کولو سره هڅه کوي، تر څو د هېواد په ټولو ښوونیزو بنسټونو کې د معیاري تشنابونو او د لاسونو مینځلو لپاره د ځانګړو ځایونو په جوړولو سره، د زده کوونکو جسمي او روحي روغتیا تضمین کړي.
په پای کې د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو له ټولو ښوونکو او استادانو په ځانګړې توګه د لومړنیو ښوونځیو له ښوونکو څخه غوښتنه کوم، چې د هر ډول ناروغیو څخه د ژغورلو په موخه، ماشومان شخصي او چاپېریالي پاکوالي مراعاتولو ته وهڅوي.

والسلام
الحاج مولوی حبیب الله آغا
د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS