د لوګر او لغمان ولایتونو له ښوونځیو سره د درسي کڅوړو مرستې وشوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۴۴
12

د یوه همکار بنسټ له لوري د لوګر او لغمان ولایتونو له ښوونځیو سره د ۲۷۲۵ کڅوړو قرطاسیې او درسي موادو مرستې وشوې، جې له دې جملې څخه د ۹۷ زره او ۸۰۰ ډالرو په ارزښت ۱۶۷۸ کڅوړې د لغمان ولایت ښوونځیو ته او د څه کم ۶۲ زره ډالرو په لګښت ۱۰۴۷کڅوړې د لوګر ولایت ښوونځیو ته سپارل شوې دي.
په یادو موادو کې ۱۷ قلمه بېلابېل درسي توکي د ښوونکو لپاره او د درېیم ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې د زده‌کوونکو لپاره د لیکلو وسایل شامل دي.
همداراز د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو لپاره د یادو کڅوړو لېږد بهیر د ۲۵۵۳تنه ښوونکو او ۱۰۲ زره ۱۰۵ تنه زده‌کوونکو لپاره پیل شوی دی.
دغه راز د لغمان ولایت ښوونیزو بنسټونو ته د مرستو لېږد بهیر هم تر کار لاندې دی.
همدارنګه، د یاد ولایت پوهنې ریاست ته رسېدلې مرستندویه توکي د دغه ریاست اړوندو ګدامونو ته لېږدول شوې دي او ټاکل شوې ده، چې ډېر ژر به یې د وېش بهیر هم پیل شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د همکارو بنسټونو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS