د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د ۵۰ ښوونکو روزنه پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۹:۴۹
د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د ۵۰ ښوونکو روزنه پیل شوه

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د نجونو او هلکانو د ۵ ښوونځیو د ۴۰ نارینه او ۱۰ ښځينه ښوونکو روزنه پيل شوه. 
دا لنډ مهاله روزنه، د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې، د آی، آر، سي مؤسسې له خوا ورکول کېږي، چې ۸ ورځې به دوام وکړي.
 په دغه روزنه کې ښوونکو ته د وړتیاوو لوړولو او په ښوونځیو کې د درسي کیفیت د لاښه والي په تړاو نوې زده کړې ورکول کېږي. 
دا مهال په ياده ولسوالۍ کې،  د ۴۲ ښوونځيو د ۱۷۳ ښوونکو روزنه هم روانه ده، چې د ساينسي او رياضي مضمونونو ښوونکي دي.
د لوګر د پوهنې رئيس ښاغلى مولوي جنت ګل عزيز وايي،چې د ښوونکو د وړتیاوو لوړولو او په ښوونځیو کې يې د درسي کیفیت د لا ښه والي په موخه د ښوونکو روزنه پيل کړېده. 

هغه زياته کړه،چې د یادې روزنې له پیله تر اوسه، ۶۶۵ ښوونکي روزل شوي، ۳۲۳ د روزلو په حال کې دي او ۳۰۰ نور به هم وروزل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون شنبې هم د څرخ ولسوالۍ د ۵ ښوونځیو د ۴۵ نارینه او ۵ ښځينه ښوونکو روزنه پيل شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS