د لوګر د نجونو په یوه لېسه کې زده کوونکو ته وړیا ژمني کورسونه پیل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۱۴:۵۸
د لوګر د نجونو په یوه لېسه کې زده کوونکو ته وړیا ژمني کورسونه پیل شول

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د بي بي آمنې د نجونو لېسې زده کوونکو ته د ژمي له پیل سره سم وړیا کورسونه جوړ شول.
یاد کورسونه د پوهنې ریاست د مقام په لارښوونه جوړ شوي،چې د راتلونکي نوي ښوونیز کال تر پیله به دوام وکړي.
دغه کورسونه د دغې لېسې د ۹۰۰ زده کوونکو لپاره جوړ شوي،چې تراوسه په کې ۳۰۰ زده کوونکو برخه اخیستې ده.
په دغو کورسونو کې زده کوونکو ته د دیني زده کړو تر څنګ درسي کتابونه تدریس کېږي څو زده کوونکي د نوي ښوونیز کال لپاره پوره چمتوالی ونیسي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یادو کورسونو د پرانیستلو پر مهال وویل، چې دا کار به د زده کوونکو د پوهې د کچې په لوړېدو کې ډېر اغیزمن تمام شي.
د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې ډېر ژر به په یو شمېر نورو ښوونځیو کې هم زده کوونکو ته ورته کورسونه پرانیزي.
له بل لوري د دغې لېسې زده کوونکې وایي، دوی حاضرې دي چې دغو کورسونو ته لاړې شي او د وخت د ضایع کېدو پر ځای زده کړې وکړي.
د یادونې وړده، چې د تېر کال په ژمي کې هم د یادې لېسې سلګونو زده کوونکو ته ورته کورسونه جوړ شوي وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS