د لوګر له ځینو ښوونځیو سره د ۱۰۰ خیمو مرسته وشوه
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د مرکز او ځینو ولسوالیو د نجونو او هلکانو له یو شمېر ښوونځیو سره د ۱۰۰ مجهزو خیمو مرسته وشوه.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازو ډاګټر محمد خالد مومند او هما احمدي، د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي، د مالي چارو مرستیال وزیر احمد مومند، د الخیر خیریه بنسټ استازو او د ښوونځیو مدیرانو برخه اخیستې وه.
یاده مرسته د پوهنې ریاست د مقام د غوښتنې له مخې د الخیر خیریه بنسټ وکړه، چې شاوخوا پنځه سوه زره افغانۍ ارزښت لري.
دغه خیمې پر هغو ښوونځیو ووېشل شول،چې زده کوونکي یې د درسي خونو د کموالي امله تر لمر لاندې په آزاده فضا زده کړې کوي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي او په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي ډاګتر خالد مومند د الخیر خیریه بنسټ د یادې مرستې له امله مننه او قدرداني وکړه.
هغوی زیاته کړه، چې په دې مرستې سره د سلګونو هغو زده کوونکو د سرپناه ستونزه چې تر لمر لاندې به یې زده کړې کولې حل شوه.
د یادونې وړ ده،چې د روان ۱۳۹۸ کال په لومړیو کې هم د الخیر خیریه بنسټ د لوګر له ځینو ښوونځیو سره د ۱۰۰ نورو خیمو مرسته کړې وه.
