د لوګر ولايت په ۳ بابه ښوونځيو کې څو پروژې پيل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۱:۴
111

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په ۳ بابه ښوونځيو کې يو شمېر پروژې، چې پکې د احاطوي دېوالونو جوړول، د اوبو د څو څاګانو کیندل، د اوبو رسولو د شبکو فعالول، د برېښنا د سولر تختو نصبول او د يو شمېر نورو اړينو ملحقاتو جوړول شامل دي، پیل شوې.

د يادو پروژو عملي چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسئولینو، قومي مخورو، دیني علماوو، د ملکي او نظامي ادارو چارواکو، د همکارو بنسټونو استازو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو، پیل شوې.

د دغه پروژو ټوليز لګښت ۱۵ ميلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو په وینا، د یو همکار بنسټ د ساحوي دفتر له لوري ورکول کېږي.

د لوګر ولايت پوهنې رئيس د ياد مرسته کوونکي بنسټ له همکاريو څخه د مننې په ترڅ کې وويل : د دغه پروژو کارونه به په دريو مياشتو کې بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې د پروژو په بشپړېدو سره به د يادو ښوونځيو ۲ زره زده کوونکو ته لازمې آسانتياوې او مناسب ښوونيز چاپېريال برابر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو شمېر ښوونځیو لپاره لابراتوار خونې جوړې شوې

د پکتیکا ولایت د زیړوک، اومنه ارګون او یوسف خېل ولسوالیو څلورو لېسو لپاره د پوهنې له بودیجې څخه د ۴۶۶ زره ۴۹۵ افغانیو په لګښت مجهزې لابراتوار خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت شهران ولسوالۍ اړوند د مملوق لېسې د ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، چې د وه نیم جرېبه ځمکه یې د دوه مېلیونه افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ د خلکو لخوا د همدغې لېسې جوړولو لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د مرکز او ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- کابل:
د کابل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو او مسئولینو لپاره (د راپور لیکلو او آنلاین راپور ورکولو) په نوم یو ورکشاپ پرانیستل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

- پکتیا:
د پکتیا ولایت د. . .

BACK TO NEWS