د لوګر ولایت پوهنې ریاست کې د برېښنايي شهادتنامو وېش له لارې څه د پاسه ۳۰۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه شوي

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۱۰
545

د روان کال (۱۴۰۴ لمریز) په لومړیو پنځو میاشتو کې، د لوګر ولایت پوهنې

ریاست د دولسم او څوارلسم ټولګيو فارغانو ته د برېښنايي شهادتنامو وېش له لارې ۳۲۴ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي، چې د قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته د دولت خزانې ته لېږدول شوي دي.

د یادې ادارې چارواکي وايي چې د برېښنايي شهاتنامو د سیسټم په فعالولو سره، غوښتونکو ته د اسنادو په ترلاسه کولو کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې او د هغوی په وخت او لګښتونو کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS