د میدان وردګ ولایت پوهنې ادارو کې د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۱۰
xfcvb

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست، د مرکز او اړوندو ښوونځیو د ۲۰ تنو نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار پیل کړی، چې ۵ ورځې به دوام وکړي.
د پوهنې ریاست رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت وویل چې له یاد سیمینار موخه د نویو ګمارل شویو منسوبینو د مسلکي مهارتونو لوړول دي، ترڅو هغوی وکولای شي، اړین اداري مهارتونه ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د پوهنې وزارت اسلامي زده‌کړو معینیت، د میدان‌وردګ ولایت د دیني مرکزونو د ۵۰ تنو علمي غړو لپاره ۶ ورځنی سیمینار پیل کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

د کابل ښار ښوونځیو ته د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د شاملېدو په موخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د پنجشېر ولایت ښوونځیو ته د ۷۸۱ زره او ۴۵۷ افغانیو په ټولیز ارزښت ۲۰۹ کڅوړې درسي مواد ورکړل شول.
ټاکل شوې ده چې یاد مواد د یوې ځانګړې ونډې له مخې د دغه ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۴
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته ۲۰۰ زره ټوکه درسي کتابونه ووېشل شول

د هرات ولایت پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د یاد ولایت له یو شمېر ښوونځیو څخه ۲۰۰ زره ټوکه اضافي درسي کتابونه راټول او هغو زده‌کوونکو ته ووېشل شول، کوم د همدغه ولایت په مرکز او ولسوالیو. . .

BACK TO NEWS