د کابل ښار ښوونځیو ته د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۴۴
ثقص

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د شاملېدو په موخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښار پوهنې مسوولینو په خپلو ویناوو کې ځوانان د زده کړو دوام ته وهڅول او ویې ویل چې هېواد تعلیم‌یافته او مسلکي ځوانانو ته جدي اړتیا لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې غونډه پیل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونیز کیفیت لوړولو او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د ښار د بېلابېلو ښوونځیو د ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ غونډه پیل کړه.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۳۵
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري ۲۰۰ پایې مېزونو او څوکۍ ترمیم شوې

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د ښوونځیو د اړتیاوو یوې برخې پوره کولو په موخه، د هغو زړو مېزونو او څوکیو د ترمیم برنامه پیل کړې، کوم چې له کلونو راهیسې د یاد ولایت د یو شمېر ښوونځیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۳۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو سرښوونکو لپاره مسلکي غونډه ترسره شوه

د پکتیکا ولایت جاني‌خېل ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو۱۵ تنو سرښوونکو لپاره پنځه ورځنۍ مسلکي غونډه ترسره شوه، چې موخه یې د سرښوونکو روزنه او د هغوی د کاري وړتیاوو لوړول دي.

BACK TO NEWS