د نورستان ولایت د ښوونځیو ۱۳۵ تنو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۵
25

د نورستان ولایت مرکز پارون په شمول د واما، وایګل او کانتیوا ولسوالیو د لومړنیو ښوونځیو ۱۳۵ تنو ښوونکو د مسلکي او مهارتي وړتیاوو لوړولو په موخه، ۶ ورځنی روزنیز ورکشاپ د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شو.

دیاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې، د نورستان ولایت پوهنې ریاست مسئولینو، دغه ډول پروګرامونه د ښوونکو علمي وړتیاوو لوړولو لپاره ګټور وبلل او له ګډون‌والو یې وغوښتل چې د ورکشاپ ترلاسه کړي مهارتونه په خپلو اړوندو ښوونځیو کې په مسلکي ډول پلي کړي.

په دې روزنیز ورکشاپ کې به ښوونکي د نویو تدریسي مېتودونو، د ټولګي مدیریت، د زده‌کوونکو ارزونې او شاګردمحوره تدریسي روشونو په برخو کې روزنه ترلاسه کړي.

ګډون‌والو ښوونکو د همدغه ورکشاپ له ترسره کېدو څخه د هرکلي ترڅنګ وویل چې، د روزنې ترلاسه کولو وروسته به دوی په خپلو اړوندو ښوونځیو کې مسلکي تدریس ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS