د هرات ولایت د نخبګانو لېسې یو شمېر مستحقو زده‌کوونکو ته مرستې ووېشل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۸:۵۵
پظسز

 د یو خیریه بنسټ له لوري، د هرات ولایت د نخبګانو لېسې ۲۸ تنو اړمنو زده‌کوونکو ته، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني په حضور کې کالي، د ښوونځي بکسونه، قرطاسیه او ۲۸ عرادې بایسکلونه ووېشل شول.
د یاد ولایت پوهنې رئیس د خیریه بنسټونو له مرستو څخه د مننې ترڅنګ، دغه ډول اقدامات د اړمنو زده‌کوونکو د ملاتړ د کلتور پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او له نورو خیریه ادارو او سوداګرو څخه یې هم وغوښتل، ترڅو بې‌وزله او بې‌سرپرسته زده‌کوونکي د خپلو دوامداره مرستو لاندې ونیسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS