د هرات ولایت په ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته ۱۷۰ زره ټوکه درسي کتابونه ووېشل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۵۶
قغع

د ښوونیزو اړتیاوو پوره کولو او د درسي کتابونو د کمښت هواري په موخه، د هرات ولایت له هغو ښوونځیو څخه چې اضافي درسي کتابونه یې لرل، ۱۷۰ زره ټوکه درسي کتابونه راټول او د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو هغو ښوونځیو ته ووېشل شول، کوم چې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ وو.
د هرات ولايت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني په دې اړه وویل چې د دغو کتابونو په وېش سره د ډېری ښوونځیو د درسي کتابونو کمښت ستونزه هواره او د لا ډېرو زده‌کوونکو لپاره اړینو درسي کتابونو ته د لاسرسي زمینه برابره شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS