د پوهنې وزارت مرکزي مسوولینو له لوري د سړو سیمو په ښوونځیو کې د کلنیو ازموینو بهیر څارل کېږي
د ملک په سړو سیمو کې د کلنیو ازموینو د درېیمې ورځې له پیل سره، په ښوونځیو کې د کلنیو ازموینو ترڅنګ د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو معیاري ازموینې هم روانې دي.
د ازموینو د بهیر د روڼتیا او دقت ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د پوهنې وزارت مرکزي رئیسانو او مسوولینو بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي او د ولایتونو پوهنې رئیسانو ته یې هم لارښوونه کړې، چې د کلنیو او معیاري ازموینو له بهیر څخه په منظم ډول څارنه وکړي.
د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې د ازموینو د منظم تطبیق له لارې د ښوونې او روزنې د ودې او کیفیت لوړولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
