د هرات پوهنې ریاست، د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره لارښود سیمینار جوړ کړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۲۹
45

د هرات ولایت پوهنې ریاست له خوا "د اداري او تدریسي کتابونو تشرېح " تر سرلیک لاندې دوه ورځنی لارښود سیمینار، د عاطفې خیریه بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا ۴۵ تنو غړو لپاره پرانیستل شو.

د یاد سیمینار د تنظیم موخه د اداري او تدریسي څانګو د منسوبینو د مسلکي وړتیاوو او پوهاوي کچې لوړول دي، تر څو په دیني مدارسو کې تعلیمي او اداري چارې په لاسمه او معیاري ډول پلې شي.

د هرات پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر په خپله وینا کې وویل: "دیني زده‌کړه زموږ د تعلیمي سیسټم اصلي ستنه ده. که چېرې د اسلامي زده‌کړو یو ښوونکی د کورس د منځپانګې او د هغې د پلي کولو څرنګوالي په اړه دقیقه پوهه ولري؛ نو راتلونکي نسلونه به په بشپړ ډول د دیني او ملي ارزښتونو سره وروزل شي."

نورو ویناوالو هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د دغه ډول تعلیمي پروګرامونو تنظیمول یې د مدرسینو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره خورا اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS