د هېواد د زیاتو سړو او سړو سیمو ولایتونو د ښوونځیو د ګرمۍ رخصتیو په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا!
د پوهنې وزارت د محترم سرپرست د ځانګړي حکم له مخې، د هېواد په زیاتو سړو او سړو سیمو--ولایتونو کې د تودوخې درجې د زیاتوالي په خاطر د رسمي او خصوصي ښوونځيو ګرمۍ رخصتۍ د زمري میاشتې تر شلمې نېټې پورې تمدید شوې.
د یاد حکم له مخې به د ښوونځیو درسونه د زمري میاشتې په ۲۰ مه نېټه شنبې ورځ بېرته پیل شي.
والسلام
د پوهنې وزارت