د هېواد د پوهنې پخواني وزیر ډاکټر فاروق وردګ د یاد وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۱:۴۰
fdhdf

د پوهنې پخواني وزیر ډاکټر فاروق وردګ، د افغانستان ا.ا. د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.

په یاده کتنه کې ښاغلي ډاکټر فاروق وردګ د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه د یاد ملاقات لپاره د وخت ځانګړي کولو له امله مننه وکړه او د افغانستان ا.ا. له حاکمیت را په دېخوا یې په هېواد کې د پوهنې وزارت د کړنو او لاسته راوړنو د ستایلو ترڅنګ، د هېوا په ټولو برخو کې د مدارسو او ښوونځیو په ګډون د ټولو ښوونیزو بنسټونو د پراختیا او تاسیس په برخه کې ترسره شوي فعالیتونه د پام وړ وبلل.

نوموړي وویل، دی چمتو دی، چې خپلې ټولې وړتياوې او تجربې په افغانستان کې د پوهنیز نظام د لازیات پرمختګ په موخه، د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې پخواني وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د یاد وزارت مشرتابه په دې باور دی، چې لکه څنګه چې د یوې ټولنې وګړي اوبو ته اړتیا لري، موږ هم د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو لا پیاوړتیا او زده کړې ته هم جدي اړتیا لرو او زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې د پوهنې وزارت د ځانګړو ښوونیزو او روزنیزو پلانونو په پلي کولو سره به وکولای شو، د پوهنیز نظام په برخه کې ټولې شته ستونزې له منځه یوسو او ډېر ژر به دې موخې ته ورسېږو.

نوموړي زیاته کړه: له ستاسو او هغو هېوادوالو څخه هرکلی کوو، چې د ښوونیز نظام د لاپیاوړتیا او بډاینې په برخه کې خپلې علمي تجربې له موږ سره شریکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۰:۱۴
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس کاپیسا ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکيتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس مولوي سمیع الحق حماس په مشرۍپلاوی د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو په موخه، کاپیسا ولایت ته ورسېد.
په پیل کې نوموړي د دغه ولایت. . .
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

پکتيکا ولايت کې د ۴ مېليونه افغانيو په لګښت د يو سرحدي ښوونځي بيارغونې چارې پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ اړوند کمال سرحدي لېسې ودانۍ د پوهنې د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۴ مېليونه افغانيو په لګښت، د یاد ولايت پوهنې مسئولينو له خوا تر رغونې ورورسته ګټې اخيستنې. . .
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه د خصوصي ښوونیزو بنسټونو له مسئولینو سره مشورتي ناسته وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید، په داسې حال کې چې د یاد وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب او د خصوصي تعلیمي مرکزونو د فعالیتونو. . .

BACK TO NEWS