د هېواد له پوهنیز نظام سره د عامو خلکو مرستې دوام لري

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۱۰
14

پوهنې وزارت سره د هېواد د علم پروره خلکو د مادي او معنوي مرستو په دوام، نن د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍاړوند د کتب خېلو کلي د علم پاله خلکو شورا د کتب خېلو عالي لېسې لپاره د ۳۵۰زره افغانیو په لګښت، یو باب عصري اداري خونه جوړیږي.

د یاد ولايت د پوهنې رياست مسئولينو په وينا، د نوي ۱۴۰۳ ښوونيز کال له پيل څخه تر اوسه پورې د کتب خېلو لېسې شورا له خوا د بېلابېلو څانګو سره ۵۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د پوهنې وزارت رهبري د هېواد د علمي شخصیتونو په ځانګړې توګه د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ د پوهنې دوستو اوسېدونکو د علمي همکاریو قدرداني او ستاینه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS