د هېواد په درېیو زونونو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۳:۵۱
تتلب

د پوهنې وزارت اسلامي زده‌کړو معینیت لخوا، د هېواد په درېیو زونونو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو د وړتیاوو لوړولو په موخه روزنیز سیمینار پیل شو.

د یادونې وړ ده چې د پلان له مخې، له شپږو زونونو څخه په درېیو (هرات، بلخ او پکتیا) کې سیمینارونه پای ته رسېدلي او اوسمهال دغه سمینارونه په پاتې درېیو نورو زونونو کې د لاندې مشرانو او مسئولینو په حضور کې پیل شوي دي:

* په ختیځ زون (ننګرهار) کې د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو لپاره د محترم مولوي سلطان حمید په مشرۍ، چې د مدرسینو مسلکي پراختیا کارپوه دی.

* په سویلي زون (کندهار) کې د زابل، هلمند او ارزګان ولایتونو لپاره د محترم الحاج مولوي عبدالقدوس قدوسي په مشرۍ، چې د دارالعلومونو رئیس دی.

* په شمالي زون (کندز) کې د بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو لپاره د محترم مولوي عبدالغني رحیمي په مشرۍ، چې د مدرسینو مسلکي پراختیا آمر دی.

د اسلامي زده‌کړو معینیت مسئولین وايي چې له دغو سمینارونو څخه یې اساسي موخه د ولایتونو د مدرسینو مسلکي او مېتودیکي وړتیاوې لوړول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS