د هېواد په شمالي ولایتونو کې د نشراتي مدیرانو او د کتابونو د وېش مسئولینو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه سیمینار دایر شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۱۵:۱۴
طظبزل

د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست په استازیتوب د ګمارل شوي ټېم له لوري، د هېواد د ۹ شمالي ولایتونو (بدخشان، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بغلان، کندز، تخار او سمنګان) نشراتي مدیرانو او د کتابونو د وېش مسئولینو لپاره دوه ورځنی علمي او مسلکي سیمینار جوړ شو.
په یاد سیمینار کې ګډون والو ته د خبرونو او راپورونو ورکولو تخنیک، په معیاري ډول د عکسونو او خبري کلېپونو اخیستلو ځانګړی روش، د درسي کتابونو د وېش طریقې، اداري کړنلاره، د پوهنې وزارت د پروګرامونو او پلانونو په اړه د خلکو د خبرولو د لارو چارو په اړه معلومات، د تبلیغاتي کمپاینونو پوهه او داسې نور مهم مسایل د پریزنټیشنونو تر څنګ، د معتبرو علمي او مسلکي سرچینو په کارولو سره د سلایډونو په بڼه وړاندې شول.
د سيمينار په وروستۍ ورځ د بلخ ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل د ياد سيمينار ګډون والو ته د تصدیق پاڼو د وېش په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړيکو رياست پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د دغه ډول سیمینارونو په لاره اچول یې د اړوندو ادارو د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو په لوړلو کې خورا مهم وبلل.
په پاى کې د سيمينار يو تن ګډون وال د نورو په استازيتوب، د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړيکو رياست مشرتابه هيئت او د یاد سيمينار وړاندې کوونکي ټېم له هلوځلو څخه قدرداني وکړه او د ورته ښوونیزو پروګرامونو د دوام هيله يې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS