د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د "ساینس ستوري" سیالۍ ترسره شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۳:۱
lol
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د پروګرام له مخې او د ولایتونو د پوهنې ریاستونو سره په همغږۍ د خوست، بدخشان، بامیان، پکتیا، ننګرهار، کاپیسا او دایکنډي ولایتونو د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو زده کوونکو ترمنځ د "ساینس ستوري" سیالۍ په لاره واچول شوې.
د یادو ولایتونو د پوهنې مسئولینو وویل، چې د دغو سیالیو له پیلولو یې موخه، د استعدادونو وده او د زده کوونکو هڅول دي، چې زده کړې وکړي او خپلې علمي پوهې ته لاپسې پراختیا ورکړي.
په دغو سیالیو کې ممتازو زده کوونکو ته د یادو ولایتونو د پوهنې ریاست له خوا ډالۍ ورکړل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS