د ولایتونو د دارالعلومونو د طلابو لپاره د ځانګړو آزموینو لړۍ ترسره شوه

د هېواد په کچه د دارالعلومونو د ځانګړو آزموينو د لړۍ له پيل سره سم په مرکز کې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو د رئيس مولوي عبدالقدوس قدوسي او په ولایتونو کې د پوهنې د رئيسانو او د دارالعلومونو د مسئولينو له لوري ديادو آزموينو څخه څارنه ترسره شوه. د يادونې وړ ده، په ټول افغانستان کې ۸۸ بابه دارالعلومونه فعال دي، چې په يادو ښوونيزو بنسټونو کې ۲۵ زره طالب العلمان د ديني علومو په زده کړه بوخت دي. مسئولينو په ياده آزموینه کې د روڼتيا ډاډ ورکړ.