د ولایتونو د پوهنې ریاستونو د تشکیلاتو د یووالي او د بشري سرچینو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۳ - ۱۶:۱۷
د ولایتونو د پوهنې ریاستونو د تشکیلاتو د یووالي او د بشري سرچینو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو

 د پوهنې وزارت د سیمینارونو په تالار کې د ولایتونو د بشري سرچینو او د تشکیلاتو د مدیرانو لپاره د ثبت او راجستریشن، د تشکیلاتو د نوي طرز العمل او د تشکیل د ارزونې د پوهاوي په موخه د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو.
په دې سیمینار کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین شیخ مولوي سعید احمد شهیدخېل، د کابل ښار د پوهنې رئیس مولوي احسان الله خطاب، د پوهنې وزارت د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختيا عمومي رئیس مولوي اول ګل ایوبي، د بشري سرچینو عمومي رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب، د یاد وزارت ځینو نورو مسئولینو او د کابل ښار د پوهنې رياست په شمول د هيواد د ۳۴ ولایتونو د پوهنې د ریاستونو د تشکیل او بشري سرچینو عمومي مدیرانو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې مفتي محمد یوسف ثاقب مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د ظرفیت لوړونې پر ارزښت یې خبرې وکړې. ورپسې شیخ  مولوي سعیداحمد شهیدخېل د اسلامي نظام او ادارې پر اړتیا خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې نظام ادارې ته اړتیا لري، ځکه موږ د ادارې له لارې کولای شو چې خپله تګلاره وټاکو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS