د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۴:۴
یبلا

پکتیکا
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې پلاوي پکتیکا ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د پوهنې ریاست له مشرتابه سره وکتل او د یاد ریاست له اجراآتو او کړنو څخه د کتنې تر څنګ یې، د ښوونیزو بنسټونو دندې او لاسته راوړنې هم وارزولې.

هرات
 د هرات ولایت مرکز اړوند د هلکانو تجربوي عالي لېسې د دولسم ټولګي د ۵۰ تنو زده کوونکو لپاره، (فر هنګي - هڅونکی او معلوماتي) سیمینار، د پوهنې ریاست د ښوونې او رزونې آمر او د عاطفي بنسټ د مسئولینو په ګډون جوړ شو.
په یاد سیمینار کې د ځوانانو  مسئولیتونه، د موخو ټاکل، له ټولنیزو ننګونو سره مقابله، پلان جوړونه، مثبت فکر کول او د کانکور آزموینې په اړه معلومات ورکړل شول.

غزني
د غزني ولایت پوهنې ریاست د مالي او اداري آمر په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده وسپارله، تر څو په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو د روزنې د مرکزونو او ښوونځیو مالونه او ملکیتونه تثبیت کړي.

کابل
د کابل ولايت په خصوصي مدارسو کې د استادانو د ګمارلو په موخه، د رقابتي آزموينې لړۍ پيل شوې او په پام کې ده چې د یاد ولایت لپاره د ۱۰۰۰ ځانګړو شوو بستونو تر ډکولو پورې، یاده لړۍ دوام وکړي.  

په یو بل خبر کې:
د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ پوهنې آمریت له لوري د یادې ولسوالۍ د ۲۸ مدارسو د ۵۶ تنو حافظانو ترمنځ د قرآن کریم د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۱۰ تنه له لومړي څخه تر لسم مقام پورې ګټونکي وپېژندل شول.
په پای کې ممتازو زده کوونکو ته د اړوندو مسئولینو له لوري ستاینلیکونه، جامې، خولۍ او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS