د ولایتونو له پوهنې څخه ځینو خبرونو ته کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۲:۵۸
56

- پکتیکا
د پکتیکا ولایت سر روضې ولسوالۍ اړوند د شهید شیرعلي منځني ښوونځي ۷۰۰ تنو زده کونکو ته د عامو خلکو په مرسته د ۱۱ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو آسانتیاوې برابرې شوې.

- میدان وردګ
د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ دوه بابه ښوونځیو ته د یوې علم پرورې اوسېدونکې ډاکټر روشنک وردګ لخوا د ۲۰ زره ۸۷۱ افغانیو مرسته وشوه، چې د یادو ښوونځیو د زده‌کونکو لپاره د درسي کتابونو پېرودلو لپاره ولګول شوې.

- لوګر
د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د شش قلعه ښوونځي لپاره د دوو درسي خونو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پورته ذکر شویو ټولګیو جوړول به د ۱۰۰ تنو څخه زیاتو زده کونکو لپاره یو مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS