د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
\x\zx

غزني

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو لخوا د مقر ولسوالۍ اړوند بهاء الحق کلي کې د عبدالله ابن مسعود دارالحفاظ بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې د جوړولو لګښت یې ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.

لغمان

لغمان ولایت ته له راستنېدونکو ۱۸۵ تنو ماشومانو څخه د هغوی د تحصیلي سویې تثبیت په موخه ازموینه، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه‌جهان ساجد او مسئولینو په حضور کې واخیستل شوه، چي تر ارزونې وروسته به هغوی اړوندو ښوونځیو ته وروپېژندل شي.

بامیان

د سیرت النبي( صلي الله علیه وسلم) د لوستلو سیالۍ ازموینه، د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ د ښوونځیو له ۱۹۳ تنه زده‌کوونکو څخه واخیستل شوه.

غور

د غور ولایت په پوهنې ریاست کې د مالي چارو د پر وخت ترسره کولو په موخه، یو برېښنایي سیسټم (AFMIS) رامنځته او په رسمي ډول د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي غلام محمد کاظم او چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.

د یو بل خبر له مخې

د غور ولایت د مرکز او ولسوالیو په مدارسو کې د ۴۸ خالي بستونو لپاره ازموینه د ۷۵تنو داوطلبانو څخه د رئیس او مسئولې کمېټې په حضور کې ترسره شوه.

وروستی خبر هم له دایکنډي څخه

د دایکنډي ولایت اشترلي ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۵۱ تنو چارواکو او اداري کارکوونکو لپاره د ارزونې، پلان جوړونې او راپور لیکلو په اړه یو ورځنی لارښود سیمینار ترسره شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS