د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

غزني
د غزني ولایت پوهنې مسئولینو لخوا د مقر ولسوالۍ اړوند بهاء الحق کلي کې د عبدالله ابن مسعود دارالحفاظ بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې د جوړولو لګښت یې ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
لغمان
لغمان ولایت ته له راستنېدونکو ۱۸۵ تنو ماشومانو څخه د هغوی د تحصیلي سویې تثبیت په موخه ازموینه، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاهجهان ساجد او مسئولینو په حضور کې واخیستل شوه، چي تر ارزونې وروسته به هغوی اړوندو ښوونځیو ته وروپېژندل شي.
بامیان
د سیرت النبي( صلي الله علیه وسلم) د لوستلو سیالۍ ازموینه، د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ د ښوونځیو له ۱۹۳ تنه زدهکوونکو څخه واخیستل شوه.
غور
د غور ولایت په پوهنې ریاست کې د مالي چارو د پر وخت ترسره کولو په موخه، یو برېښنایي سیسټم (AFMIS) رامنځته او په رسمي ډول د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي غلام محمد کاظم او چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.
د یو بل خبر له مخې
د غور ولایت د مرکز او ولسوالیو په مدارسو کې د ۴۸ خالي بستونو لپاره ازموینه د ۷۵تنو داوطلبانو څخه د رئیس او مسئولې کمېټې په حضور کې ترسره شوه.
وروستی خبر هم له دایکنډي څخه
د دایکنډي ولایت اشترلي ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۵۱ تنو چارواکو او اداري کارکوونکو لپاره د ارزونې، پلان جوړونې او راپور لیکلو په اړه یو ورځنی لارښود سیمینار ترسره شو.