د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۴
یلرطر

غزني
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع الحق حماس، چې د یاد وزارت د پروژو د څارنې او بیاکتنې لپاره یې مختلفو ولایتونو ته سفر کړی، اوس‌مهال غزني ولایت ته رسېدلی او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي نصیر احمد حسیني سره په کتنه کې، د پوهنیزو پروژو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
د غزني ولایت پوهنې چارواکو په وینا، د پروژو کارونه د یاد ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې بشپړ شوي دي.

کونړ
د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ د دیني مدرسې د لیلیې بیارغونې کار، چې لګښت یې ۶۸۱ زره افغانۍ اټکل شوی، ۹۰ سلنه پرمخ تللی او په بشپړېدو سره به یې طلابو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

د یو بل خبر له مخې
د کونړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۱۶ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی مسلکي روزنیز سیمینار پیل شو.

فاریاب او بامیان
د ملک په سړو ولایتونو کې د ژمنیو رخصتیو په رارسېدو سره، په فاریاب او بامیان ولایتونو کې د درېیم ټولګي زده‌کوونکو سواد کچې لوړولو په موخه، کورسونه جوړ او فعال شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۳۸
Background image

په هلمند ولایت کې د ۹۷ تنو کډوالو ماشومانوڅخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د هلمند ولایت پوهنې ریاست، له ۹۷ تنو بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه د دې لپاره ترسره شوه، چې د بېرته راستانه شویو ماشومانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ علمي نندارتون جوړ شو

د کاپیسا ولایت د دویمې حصې ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د علمي سیالیو نندارتون، د یادې ولسوالۍ په شهید مولوي فیض محمد لېسه کې جوړ شو.
په دغه نندارتون کې د بېلابېلو ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۷
Background image

په زابل ولایت کې د ۱۹ بابه ښوونځیو لپاره د برېښنایي سیسټمونو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت مرکز قلات ښار او د یو شمېر ولسوالیو په ۱۹بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو د بسته‌بندۍ او فعالولو چارې د یوه همکار بنسټ له لوري پیل شوې دي.
تمه ده چې دغه بهیر په. . .

BACK TO NEWS