د زابل په مرکزي محبس کې نوې مدرسه تاسيس شوه
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري د زابل ولایت په مرکزي محبس کې د «العمریه» په نوم نوې مدرسه په رسمي ډول پرانیستل شوه.
د یادې مدرسې د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې مسوولینو د دیني زده کړو پر ارزښت، د اسلامي علومو پر ترویج او د بندیانو د علمي او فکري روزنې په برخه کې د مدارسو پر رول ټینګار وکړ.
