د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۱
21

کابل ولایت

د کابل ولایت پوهنې ریاست د هغو ۵۸ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې ارزونې شپږم پړاو ازموینه واخیسته، کوم چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه کابل ولایت ته راستانه شوي وو.

یاده ازموینه د کابل ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب او د دغې ادارې د مسئول پلاوي تر څارنې لاندې ترسره شوه.

ټاکل شوې چې د ازموینې ګډون‌وال د هغوی له ښوونیزې کچې سره سم د کابل ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د تعلیمي مرکزونو له اووم څخه تر یوولسم ټولګيو کې شامل شي.

لوګر

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ پوهنې ریاست کې د ۶ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیسټم، چې ۶ لمریز تختې لري، نصب او فعال شو.

د دې سیسټم په پېرودلو او نصبولو ټولټال ۶۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د دغه ولایت د خصوصي ښوونځیو لخوا ورکړل شوی دی.

بلخ

د پوهنې وزارت د ځانګړي پلان او کړنلارې سره سم، د بلخ ولایت پوهنې ریاست د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو هېوادوالو د ۵۴۱ تنو ماشومانو لپاره د تعلیمي کچې ارزونې ازموینه ترسره کړه، چې موخه یې په رسمي ښوونځیو کې د هغوی د زده‌کړې دوام دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS