د ولایتونو له پوهنې ډګره د ځینو مهمو خبرونو لنډیز

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۵:۴۲
88888

څو ولایتونه

څه موده وړاندې د هېواد د پوهنې ریاستونو له لوري د پوهنې د همکارو بنسټونو په ملاتړ، د سیمه ییزو ښوونځیو او ټولګیو د یو شمېر ښوونکو لپاره میتودیک سیمینارونه په لاره اچول شوي وو، چې ګډون والو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېدل.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار د پوهنې په برخه کې د يو همکار بنسټ له استازي سره وکتل او په بېلابېلو موضوعاتو یې لکه: د ښوونځيو جوړول، ترميم او د یاد ولايت د ماشومانو او زده کوونکو لپاره د زده کړو په برخه کې د آسانتياوو برابرولو په تړاو بحثونه او هوکړه کړه.

هلمند

د هلمند ولایت د پوهنې ریاست اداري غونډه د یاد ولایت د ښوونې او روزنې د آمر تر سرپرستۍ لاندې جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د هلمند له پوهنې ریاست سره د همکارو ادارو مسئولینو، د ترسره شوو لاسته راوړنو او کړنو راپور وړاندې کړ او د راتلونکې میاشتې لپاره یې خپل پلانونه ګډون والو ته تشرېح کړل.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي د یو رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت خوښۍ ولسوالۍ ته ولاړ، د پوهنې عمومي وضعیت او ستونزې یې وڅېړلې او د پوهنیز حالت د لاښه والي په موخه یې اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

جوزجان

د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د درزاب ولسوالۍ د چکانه د هلکانو او نجونو منځني ښوونځي، قرستون، پیر غریب منځني ښوونځي او یو شمېر دیني مدارسو له ښوونیزو کړنو څخه څارنه وکړه او مسئولینو ته د تدریسي او اداري چارو لاښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS