د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۴۰
123

بادغیس

د بادغیس ولایت د پوهنې، د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ګډه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان او د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي تورجان خادمي د دواړو ریاستونو ترمنځ د اداري چارو د لا ښه تر سره کېدو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

هرات

د هرات ولايت د مرکز او ولسواليو په سطحه ګډه غونډه، د پوهنې رياست مشرتابه، د علماوو شورا غړو او قومي مخورو په شتون کې جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د هرات پوهنې رئیس د افغانستان.ا.ا. عالي مقام او د پوهنې وزارت د اصولو، مقرراتو او لارښوونو د تعقیب په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب پر پلي کېدلو، د حاضریو پر پابندۍ او د دیني مدارسو د اداري او تدریسي چارو پر ټاکلي وخت پلي کېدو ټینګار وکړ.

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د شپې ښوونځیو لپاره د ۵۹ تنو حق الرحمه ښوونکو د ګمارلو په موخه، د یوې آزادې پروسې په ترڅ کې له ۱۸۳ تنو ګډون والو څخه آزموینه واخیسته.

سرپل

د سرپل ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني د سيدآباد ولسوالۍ د پنجشېر په کلي کې د عثمانيه لېسې له اداري او تدريسي کړنو څخه ليدنه وکړه او د زده کوونکو د زده کړې کچه يې له نیږدې وارزوله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS