د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۵:۴۰
15

هرات

د هرات ولایت د ښوونځیو د لابراتوارونو ۴۰ تنو ښوونکو ته د لابراتواري تجربو شپږ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

سرپل

د سرپل ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني، د رسمي او خصوصي ښوونځيو له مسئولينو سره وکتل او په ښوونځيو کې يې د پوهنیز کيفيت پر لاښه والي او د ادارو ترمنځ د لازياتې همغږۍ په تړاو خبرې وکړې.

بدخشان

د بدخشان ولايت پوهنې رئيس مولوي محراب الدين اقبال، په یاد ولايت کې د عثمانيه عالي دارالعلوم له اداري او درسي وضعیت څخه څارنه وکړه.

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست د خدماتي پرسونل د څو خالي بستونو ډکولو په موخه، له ۳۵ تنو نوماندانو څخه آزموینه واخیسته.

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولایت په مرکز کې د جامعه الاسلامیه نورانیه او عثمانیه دیني مدارسو له اداري کړنو څخه کتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS