د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۴:۱۹
214

نیمروز، کندوز، سرپل:
د نیمروز کندوز او سرپل ولایتونو پوهنې ریاستونو کې د اداري او تدریسي بستونو ډکولو لپاره له نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

ننګرهار:
په بهر کې مېشت یو تن د پوهنې دوست هېوادوال، د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ترمی عالي لېسې لپاره د ۲۰ زره افغانيو په ارزښت تخنيکي وسايل وپېرل.

پکتیا:
د پکتیا ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي «د اداري چارو آسانه کولو» په موخه له مسئولینو سره وکتل.

بلخ:
د بلخ مرکز مزارشريف ښار اړوند د ۵ بابه عالي لېسو د ۲۰۰۰ تنو زده كوونكو تر منځ " امام ابوحنيفه رحمه الله وپېژنو" تر سرليك لاندې علمي سيالۍ ترسره شوې.

بادغیس:
د پوهنې یو همکار بنسټ، د بادغیس ولایت د ۶۷ بابه ښوونځیو ۱۲ زره ۶۴۰ تنو زده کوونکو ته د ۴ میلیونه ۲۴۲ زره ۵۴۵ افغانیو په ارزښت درسي توکي ووېشل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS