د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۱:۲۸
22

بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمدنور عزيزي د ياد ولايت دوشي ولسوالۍ ته ديوه رسمي سفر په ترڅ کې، د دغه ولسوالۍد پوهنې آمريت، ښوونځيو او مدارسو له اداري او تدريسي کړنو څخه کتنه وکړه.

پروان

د پروان ولايت پوهنې رئيس مولوي سيد محمد فيضي د ياد ولايت مرکز اړوند او توغبيردي عالي لېسې څخه څارنه وکړه او د زده کوونکو ښوونيزه کچه او اداري چارې يې په جلا جلا توګه وارزولې.

بامیان

د بامیان ولایت پوهنې آمريتونو او د عمومي زده کړو ښوونځيو ته د درسي توکو او درسي کتابونو د وېش بهیر، د ياد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي رحمت الله قندیلي او د پوهنې په برخه کې د همکارو بنسټونو د استازو په حضور کې پیل شو.

همدارنګه:

د باميان ولايت د علماوو شورا رئيس الحاج شيخ عبدالقيوم او ورسره مل پلاوي، د ياد ولايت له پوهنې رئيس سره وکتل او د پوهنې پر پرمختګ او پراختيا يې خبرې وکړې.

زابل

د زابل ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه د ياد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي متقي په مشرۍ د سیمه ییزو ادارو او مرستندویه بنسټونو د مسئولینو په ګډون جوړه شوه او په ترڅ کې یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS