د پلټنې عالي ادارې د خپلو څېړنو راپور له پوهنې وزارت سره شریک کړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۰:۵۶
123

هغه غونډه چې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معین، د تدارکاتو، مالي او اداري رئیسانو ګډون درلود، د پلټنې عالي ادارې خپلې موندنې د وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې. 
په پيل کې د پلټنې عالي ادارې استازي مولوي محمد غازي جریر وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د.ا.ا.اساسي موخه د کړېدلو افغانانو خدمت دی.
نوموړي د پلټنې د عالي ادارې موندنې له مسئولینو سره شریکې او د ستونزو او نیمګړتیاوو په حل کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د هغه په وينا د دوى موخه، د یاد وزارت د پروژو له پرمختګ څخه کتنه او څارنه، د ياد وزارت په اداري او کاري چارو کې د نيمګړتياوو په ګوته کول او له منځه وړل وو او د پوهنې وزارت له شپږو پروژو د پرمختګ له بهیر څخه يې ليدنه او څارنه وکړه.
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د پلټنې عالي ادارې د پلاوي د هرکلي په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې له سرغړونکو قراردادي شرکتونو سره به قانوني او اصولي چلند وشي.
نوموړي دغه راز وويل، چې د پلټنې عالي ادارې راپور يې له اړوندو ادارو سره شريک کړى او دوى هڅه کوي، چې شته نيمګړتياوې له منځه يوسي.
له بلې خوا د پوهنې وزارت مالي او اداري رئیس مولوي صدرالدین سعد هم د پلټنې عالي ادارې له راپور څخه مننه وکړه او د یادې ادارې او د داخلي پلټنې ریاست له لوري یې د پروژو پر جدي څارنې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو لپاره علمي برنامه جوړه شوه

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت لخوا، د یو شمېر ښوونکو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د «ښوونه او روزنه کې نوښت» تر سرلیک لاندې علمي برنامه جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او امل‍اکو د ساتنې او مراقبت رئیس د یوه دارالعلوم ترمیماتي پروژه وڅاره

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله علیه) له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۳
Background image

په بامیان کې د حیاتي سواد زده‌کړې ټولګیو ته حرفوي وسایل ووېشل شول

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوند حیاتي سواد زده‌کړې ټولګیو د عملي زده‌کړو پیاوړتیا او مسلکي مهارتونو پراختیا په موخه، یو شمېر حرفوي وسایل ووېشل شول.
د یادو وسایلو د وېش اساسي موخه د. . .

BACK TO NEWS