د پنجشېر ولایت د یو شمېر مدارسو او ښوونځیو زده‌کوونکو ته قرطاسیه ووېشل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۶
54456

د یو تن علم‌پرور سوداګر له لوري د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۷۸۰ ټوکه کتابچو، قلمونو او نورو درسي موادو مرسته شوې وه، چې د پلان له مخې د یاد ولایت د حصه اول ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځیو پر زده‌کوونکو ووېشل شوه.
د یادو توکو وېش به د زده‌کوونکو د درسي اړتیاوو پوره کولو او د زده‌کړو بهیر په لااغېزمن تطبیق کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS