د پوهنې وزارت  سرپرست  وزیر د هیواد  د پوهنې  ولایتي رئیسانو ته  د ویډیويي کنفرانس  له  لارې  وینا  وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۱:۴
ffff

د ا.ا.ا د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د ویډیويي کنفرانس له لارې د هیواد د څلور دېرش ولایتونو د پوهنې رئیسانو ته وینا وکړه.
نوموړي په خپله وینا کې ولایتي رئیسان خپلو دندو ته متوجه کړل، هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې له خپلو کارمندانو او مراجعینو سره غوره سلوک وکړي، خپلې چارې د مشورې او مفاهمې له لار ې  پر مخ بوزي، د اسلامي امارت د مقام  او د پوهنې وزارت دمشرتابه  احکام او فرامین په جدیت سره تعقیب او اجراء کړي، د مسئولینو او کارمندانو په ګمارنه کې له زیات دقت څخه کار واخلي او د  هغوی  تعهد او تخصص په پام کې ولري.
وروسته ولایتي رئیسانو هم له محترم وزیر صاحب سره خپل وړاندېزونه او غوښتنې شریکې کړې او هم یې ژمنه وکړه چې په پوره دقت  او اخلاص به خپلې چارې سرته رسوي.
محترم وزیر صاحب هغوی ته ډاډ ورکړ چې په خپل وخت  سره به ستاسې ټولووړاندېزونو او غوښتنو ته مثبت ځواب ویل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS