د پوهنې وزارت او همکارو کورنیو او بهرنیو موسسو ترمینځ د ۱۴.۷ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۷ هوکړه لیکونه لاسلیک شول
پوهنې وزارت ــ کابل: د پوهنې وزارت او کورنیو او بهرنیو موسسو ترمینځ د ۱۴.۷ امریکایي ډالرو په ارزښت چې ۷۵۰ میلیونه افغانۍ کیږې، د همکاریو ۷ هوکړه لیکونه د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د تمویل کوونکو موسسو د استازو په شتون کې لاسلیک شول.
دا پروګرام نن د کب ۶مه د پوهنې وزارت په کوربتوب او د رسنیو په شتون کې تر سره شو.
پوهنې وزارت د همکاریو په برخه کې د یادو هوکړه لیکونو لاسلیک د ام ټي این، د چټکو او سیمه ایزو زده کړو ټولګیو جوړولو، د سواد زده کړو کورسونو جوړولو او د ښوونځيو مضمونونو پياوړي کولو، د کانکور لپاره د چمتووالي کورسونو جوړولو او د انګلیسي ژبې د زده کړې، د خاصو اړتیاوو سره زده کوونکو ته د بریل خط ښوونې او د ښوونکو لپاره د تدریس میتود د زده کړې په برخو کې په ګوته کړې.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک موخه د پوهنې دریم ملي ستراتیژیک پلان موخو لاسته راوړل وښودل او زیاته يې کړه چې د یادو هوکړه لیکونو د پلي کولو سیمه به د افغانستان مرکز او ولایتونو وي.
د یادونې وړ ده چې د یادو هوکړه لیکونو په پلي کولو سره به ټولټال ۳۴۳۵۸ تنه به په مستقیم ډول د یادو پروژو له ګټو څخه چې د سیمه ایزو زده کړو په برخه کې د ۷۱۹۰ ماشومانو د شمولیت له لارې، ۱۱۱۷۵ ماشومان د چټکو زده کړو په برخه کې، ۱۵۳۰ تنه د سواد زده کړې په برخه کې، ۱۴۳۸۱ تنه د انګلیسي، کمپیوټر او د کانکور چمتووالي د لنډ مهاله کورسونو له لارې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې روزنه ترلاسه او ګټه پورته کوي.
لاندې له کورنیو او بهرنیو موسسو سره د ۷ لاسلیک شویو هوکړه لیکونو معلومات کتلای شۍ
۱ .د ام ټي ان مخابراتي شرکت
د پوهنې وزارت ښوونکو او کارکوونکو لپاره په وړیا ډول د CUG خدمتونو چمتو کول د CUG سیمکارتونو له لارې.
ولایتونه : د هیواد په کچه
بودجه : نامعلومه
ملاتړ کوونکۍ : د ام ټي ان مخابراتي شرک
۲ .د افغانانو لپاره د مرستو همغږي کولو موسسه (COAR)
د ۳۵۳۵ تنو هلکانو او نجونو زده کوونکو لپاره د ۱۰۱ سیمه ایزو ټولګیو جوړول چې عمر یې د ۵ څخه تر ۱۲ کلونو پورې وي.
ولایتونه : د ژیړي، تخته پل او سپین بولدک ولسوالۍ، کندهار ولایت
بودجه : ۵۵۳۴۸۱ امریکایي ډالره
ملاتړ کوونکۍ : OCHA
۳ .د آغا خان بنسټ (AKF)
د ښوونځي څخه وروسته پاتي ۶ زرو نجونو لپاره د لمړنیو چټکو زده کړو د ۳۷۸ ټولګیو جوړول.
ولایتونه : کابل، بامیان، بدخشان، بغلان، پروان، کاپیسا، خوست، پکتیا، غزني، غور، تخار، دایکندي، فاریاب، قندهار په دریو کلونو کې.
بودجه : ۶.۴ میلیونه پونډه
ملاتړ کوونکۍ : DFID
۴ .د جاپان د خیریه مرستو موسسه (AAR Japan)
د خاصو اړتیاوو ۸۲ زده کوونکو، د هغوې ۲۰ تنو والدینو او ۲۰ تنو عادي زده کوونکو لپاره د بریل خط د لوستلو او اشاریوي ژبو روزنې چمتو کول او د هیواده بهر د پوهنې وزارت ۶ تنو کارکوونکو او ښوونکو لپاره د ښوونیز سفر زمینه برابرول.
ولایتونه : د ۸ میاشتو لپاره، پروان ولایت
بودجه : ۴۵۴۵۱ امریکايي ډالره
ملاتړ کوونکۍ : د جاپان د بهرنیو چارو وزارت
۵ .د اکتید موسسه ACTED
د ۱۳۸۰ تنو ماشومانو لپاره د ۴۶ بابه سیمه ایزو زده کړو ټولګیو جوړول، د ۱۵۰۰ تنو ماشومانو لپاره د ۵۰ بابه چټکو زده کړو ټولګیو جوړول، د ۱۵۳۰ تنو سواد زده کوونکو لپاره د سواد زده کړې ۵۱ بابه کورسونو چمتو کول، د لمړني ښوونځي ۱۶۲۰ تنو زده کوونکو لپاره د ژمي ۵۴ بابه ټولګیو جوړول، د لیسې دورې ۱۶۲۰ تنو زده کوونکو لپاره د کانکور چمتووالي ۵۴ بابه ټولګیو جوړول.
ولایتونه : سمنګان، بلخ، جوزجان او فاریاب د ۲ کلونو لپاره
بودجه : 103, 323,140 افغانۍ
ملاتړ کوونکۍ : د ناورې د بهرنیو چارو وزارت NOMFA
۶ .د جي آر اس موسسه (JRS)
د انګلیسي ۱۳۴ ټولګیو جوړول، د کمپوټر ۵۴ ټولګي، د ریاضیاتو/ساینسي مضمونو ۱۰ ټولګي، د ابتدایي دری، ریاضي او انګلیسي ژبو د زده کړو ۸ ټولکيو، د کانکور چمتوالي ۳۴ ټولګیو، د تدریس میتود ۲ تولګيو، د لمړنیو مرستو ۲ بلاکو، د ښوونځي څخه مخکي زده کړو ۲ ټولګیو جوړول او د هرات پوهنې ریاست کارکوونکو، ښوونګو او زده کوونکو لپاره د دری ژیې د ۸ ټولګیو جوړول.
ولایتونه : کابل، بامیان، دایکندي، او هرات د یوه کال لپاره
بودجه : ۷۷۷۰۷۶ امریکايي ډالره
ملاتړ کوونکۍ : د جیسوت مهاجرینو خدمتونو نړیوال دفتر، جه آر اس روم، ایټالیا او د جرمني وو ټي ډي اچ نړیوال ډاکتران
۷ .د مهاجرینو لپاره د ناروي هیئت موسسه (NRC)
د ۷ څخه تر ۱۵ کلنو ۵۹۵۰ تنو بیځایه شویو او مهاجرینو ماشومانو لپاره د سیمه ایزو زده کړو ۶۵ بابه او د چټکو زده کړو ۱۰۵ بابه ټولګیو جوړول.
ولایتونه : فاریاب ، کنړ او زابل ولایتونه د ۴ کلونو لپاره
بودجه : ۴۷ میلیونه SEK چې برابر په ۳۷۲ میلیونه افغانیو کیږي.
ملاتړ کوونکۍ : SIDA
