د پوهنې وزارت خبرتيا

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۳:۴۳

په هيواد کې د کرونا وايروس دريمه څپه لا هم په چټکتيا سره په خپريدوه ده، نو پر دې اساس د عامې روغتيا وزارت له پوهنې وزارت سره په همغږۍ کې د ټولو هيوادوالو او په ځانګړي ډول د ګرانو زده کوونکو او درنو ښوونکو د لا خونديتوب په موخه، د هيواد په ټولو ولايتونو کې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي او ښوونيز مرکزونه د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي مياشتې  له ۲۲ نيټې څخه تر راتلونکو دوو اونيو پورې رخصتوي.

پوهنې وزارت د زده کوونکو له کورنۍ هيله کوي چې خپل اولادونه د ګڼې ګوڼې ځايونو ته پرېنږدي، صحي سپارښتنې په سمه توګه په پام کې ونيسي او له شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره، د ښوونځيو تر بيا پيليدو پورې په کورنو کې خپل درسونو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS