د پوهنې وزارت خبرتیا  داوطلبۍ اعلان

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۴۳
1251

پوهنې وزارت په پام کې لري چې د روان ښوونیز کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د اړتیا وړ ۱۵ قلمه قرطاسیه‌ توکو د پېرودلو او چمتو کولو پروژې قرارداد، د جان محمد بابرزي سوداګریز او لوژستیکي خدماتي شرکت ته، چې د کابل ښار د شهر نو، صدارت څلورلارې په سیمه کې موقعیت لري، د ۳ میلیونه او ۷۲۴ زره افغانیو په قیمت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي، خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه له اړوندو دلایلو سره یو ځای، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار د ده افغانانو په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وړاندې کړي.
دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده؛ تر څو چې پورته ټاکل شوی مهلت بشپړ او قانوني پړاوونه ترسره نه شي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د مینځلو مواد ووېشل شول

د زده‌کوونکو د روغتیا او حفظ‌الصحې ساتنې په موخه، د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د حفظ‌الصحې د وضعیت ښه والي لپاره ۸۰۰ کڅوړې صابون ووېشل شول.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۴۳
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا  داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په پام کې لري چې د روان ښوونیز کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د اړتیا وړ ۱۵ قلمه قرطاسیه‌ توکو د پېرودلو او چمتو کولو پروژې قرارداد، د جان محمد بابرزي سوداګریز او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۳۷
Background image

په میدان‌وردګ ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د میدان‌وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند بغلک منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یادې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه. 
د یادې ودانۍ د جوړېدو لګښت ۱،۹ میلیونه افغانۍ دی. . .

BACK TO NEWS