د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
جمعه ۱۴۰۰/۶/۲۶ - ۱۳:۵۸

د هېواد ټولو امارتي او خصوصي ښوونځیو، رسمي دارالعلومونو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي:

۱: څرنګه چې مخکې ټولو ښوونځیو او رسمي مدارسو ته تر شپږم ټولګي پورې د تعلیمي بهیر د پیل خبر ورکړل شوی وو د یادې تدریجي شروع په سلسله کې اوس د ذکورو (نارینه) ټولو متوسطه او لیسه ښوونځیو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي تر څو د سنبلې د میاشتې په ۲۷ نېټه د شنبې په ورځ خپل تعلیمي او ښوونیز بهیر پیل کړي، ټول ذکور ښوونکي او زده کونکي باید خپل تعلیمي ادارو ته حاضر شي.

۲: ټول ولایتي او اړوند مسئولین دې په دې اړه لازم اجراءات ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۲ - ۱۵:۵۳
Background image

میدان وردګ ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه،

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په اول خيلو کلي کې د هلکانو یوه ښوونځي ودانۍ تر بشپړېدو او رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

ترکیه غواړي د افغان ترک ښوونځیو تعلیمي بهیر ګړندی کړي

د پوهنې وزارت د دفتر مقام عمومي رییس محترم عبـ‌دالحــ‌کیم هـ‌مت آخند زاده د ترکیي د معارف د بنسټ له مشر ښاغلي صالح ساغر سره وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې هیواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې یو شمیر ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار

د ښه تدریس او د ښوونکو د علمي ظرفیت لوړولو په هدف، د لوګر ولایت کتب خیلو د هلکانو عالی لیسې د ساینسی مضامینو یو شمیر ښوونکو ته سیمینار ورکړل شو.

دا سیمینار د لوګر د پوهنې ریاست په. . .

BACK TO NEWS