د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کابل ولایت پوهنې رياست مبلغينو لپاره یو ورځنی علمي سيمينار پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۲۰
dfvgb

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کابل ولایت پوهنې رياست مبلغينو لپاره یو ورځنی علمي سيمينار، د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري، د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني، د ځینو نورو وزارتونو د دعوت او ارشاد رئیسانو، مسئولینو او مبلغینو په حضور کې جوړ شو.

په پیل کې د کابل ولایت پوهنې رئیس مبلغینو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دعوت او ارشاد د موخو او په ټولنه کې یې د مثبت رول په تړاو تفصیلي ویناء وکړه.

ورپسې د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معین د خپلو خبرو په ترڅ کې، په بشپړې دیني روحیې سره د هېواد بچیانو پر روزلو ټینګار وکړ او له مبلغینو یې وغوښتل چې د دعوت ارشاد لاره کې په خورا نرمۍ سره چلند وکړي.

نوموړي څرګنده کړه، موږ ته اوسمهال تر ټولو مهم مسئولیت راسپارل شوی، کوم چې د دیني او شرعي مسایلو بشپړ تطبیق دی.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مبلغینو ته په خپلو خبرو کې د دعوت او ارشاد ځانګړې کړنلاره او اصول ببان کړل او زیاته یې کړه چې د پوهنې وزارت ټول منسوبین مکلف دي، تر څو خپلې دندې په ټاکلي وخت ترسره او خپل ديني او ملي وجایب اداء کړي.

دغه راز يو شمېر نورو جیدو علماءکرامو او مسئولینو هم د دعوت او ارشاد مبلغینو او منسوبینو ته اغېزناکې ویناوې وکړې او هغوی یې خپلو اساسي مسئولیتونو ته وهڅول.

غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS