د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو رئیس پروان ولایت ته ولاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۴۷
fghj

د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو رئیس الحاج مولوي بسم الله«نعماني» د یو تخنیکي ټېم په ملتیا، د پروان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې ریاست مسئولینو، د کیفیت تضمین آمریت کارکوونکو او د پوهنې آمریتونو د غړو لپاره، د ارقامو او احصائیوي معلوماتو د راټولولو په موخه د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار پرانیست.
ورپسې د پوهنې وزارت د احصائیې رئیس په هغه غونډه کې ګډون وکړ، کوم چې د احصائیې څانګې د ۵۵۸ تنو کارکوونکو، د مرکز او ولسوالیو د ښوونیزو ادارو مسئولینو ته د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه جوړه شوې وه.
د غونډې په پيل کې د پروان پوهنې رئيس مولوي سيد محمد فيضي ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د تعلیمي بنسټونو د کارکوونکو او مسئولينو لپاره د دغه ډول سيمينارونو جوړېدل ضروري وګڼل.
 له بلې خوا د پوهنې وزارت د احصائیې رئیس په خپلو خبرو کې د کارکوونکو د کاري او مسلکي وړتیاوو لوړول د چارو د لاښه پرمختګ یو مهم بنسټ وباله او له ګډون والو یې وغوښتل تر څو د یاد سیمینار له منځپانګې څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS