د پوهنې وزارت د اداري مجلس دولسمه غونډه ترسره شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۶:۲
د پوهنې وزارت د اداري مجلس دولسمه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د اداري مجلس دولسمه غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا په مشرۍ او د معینانو او مرکزي رئیسانو په غړیتوب، ترسره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او بیا له آجنډا سره سم پر موضوعاتو بحث پیل شو.
په یاده غونډه کې د سرچینو او ادارې د معین شیخ مولوي سعید احمد شهیدخیل په مشرۍ او د مالي او حسابداري او نظارت او ارزیابي ریاستونو د رئیسانو په غړیتوب درې کسیز هیئت ته دنده وسپارل شوه، تر څو د هیواد په بیلا بیلو ولایاتو کې د ځینو بانکونو له لورې د معیاري خدمتونو د نه اجراء او په ولسوالیو کې د بانکونو د اړوندو څانګو د نه موجودیت له امله د پوهنې وزارت کارکوونکو او ښوونکو ته د ور پېښو ستونزو د حل لپاره یوه طرحه جوړه او د یاد وزارت راتلونکي اداري مجلس ته یې د بحث او منظوري لپاره وړاندې کړي.
د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سخاء الله سعید په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د تعلیمي مراکزو د نوم د تغیر په اړه د ریاست الوزراء د محترم مقام د ۱۵/۶/۱۴۴۴هـ.ق نېټې د (۱۸۶۸) ګڼه حکم او د نومونو د تغیر په اړه د پوهنې وزارت د اړوندو مقرراتو په نظر کې نیولو سره یوه طرحه ترتیب کړي، تر څو د  دفتر د عمومي ریاست له لورې د ریاست الوزراء محترم مقام ته د منظوري په موخه ولېږل شي.
همدارنګه دې ته ورته د ځینو نورو مسایلو په اړه هم تفصیلي بحثونه او پرېکړې ترسره شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS