د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس غزني ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۲:۴۹
554

د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس استاد وحیدالله هاشمي چې د پوهنیز وضعیت ارزونې په موخه غزني ولایت ته رسېدلی، نن د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني او مسئولینو سره وکتل.

په پیل کې د غزني پوهنې رئیس د دغه ریاست د کارونو او کړنو په اړه پلاوي ته معلومات وړاندې کړل، چې د بهرنیو اړیکو رئیس له خوا ښه وارزول شول.

په پام کې ده، چې ياد پلاوی به د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له يو شمېر سيمه ييزو ښوونيزو ټولګيو او پوهنیزو بنسټونو څخه هم ليدنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS