د پوهنې وزارت د دارالحفاظونو او مدارسو رئیس، په یوه رسمي سفر میدان وردګ ولایت ته ولاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۱:۳۶
123

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړومعینیت د دارالحفاظونو او مدارسو رئیس عبدالرزاق صدیق په مشرۍ، یو پلاوي میدان وردګ ولایت ته د چارو د څېړلو او په مدارسو کې د نویو استادانو ګمارلو د څرنګوالي په موخه سفر وکړ.
نوموړي په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې پکې د پوهنې رئیس، ولسوالیو پوهنې آمرینو، د یو شمېر ښوونځیو او دارالعلومونو مسئولینو،علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو تلاوت سره پیل شوه. وروسته د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یاد ریاست کاري راپور یې په لنډه توګه ګډون والو ته وړاندې کړ.
ورپسې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو او مدارسو رئیس، د میدان وردګ ولایت له خلکو د مېلمه پالنې د قدردانۍ په ترڅ کې، دافغانستان.ا.ا عالي رهبرۍ او په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت له لوري د اسلامي زده کړو بنسټونو لپاره د سل زرو بستونو منظورۍ ته په اشارې، د پوهنې رياست له مسئولينو وغوښتل، چې د یاد ولايت د اسلامي زده کړو بنسټونو لپاره په نويو ګمارنو کې  وړتيا، پوهې، کاري تجربې او اېماندارۍ معيارونه په پام کې ونيسي.
 یاده غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS