د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس د هرات ولایت له یو شمېر دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۰:۴۸
fsdzfsd

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي د هرات ولایت پوهنې مسئولینو په ملتیا له فخرالمدارس، جامع شریف، غیاثیه او امام صادق دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه.

د یادو لیدنې په جریان کې، د پورته ذکر شویو دارالعلومونو تدریسي او اداري چارې وارزول شوې او د نظم، د استادانو او طلابو فعال حضور او د تعلیمي ادارو د پوهنیز کیفیت لالوړوالي باندې ټینګار وشو.

همدارنګه د دارالعلومونو د رئیس لخوا د پورته ذکر شویو مدارسو او دارالعلومونو ستونزې او ننګونې هم له نږدې واورېدل شوې او د حل لپاره یې اړینې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۵۸
Background image

په خوست ولایت کې د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو

د خوست ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، په دغه ولایت کې د ۸۶ زره ۶۸۰ تنو زده‌کوونکو او ۳ زره ۴۸۲ تنو ښوونکو لپاره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه.
په دغو مرستو کې د زده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

په کابل ښار کې د بېرته راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست له ۳۲۰ تنو بېرته راستنو شویو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده، په خپلو څرګندونو کې له زده‌کوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د ۱۴۰۵ لمریز کال د عمومي کانکور ازموینې لس تنه مخکښ طلاب او زده‌کوونکي د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري وستایل شول

د ۱۴۰۵ لمریز کال د عمومي کانکور ازموینې د لسو تنو مخکښو طلابو او زده‌کوونکو د ستاینې غونډه د پوهنې وزارت د رهبرۍ، مرکزي رئیسانو، د زده‌کوونکو د کورنیو غړو، ښوونکو او مدرسینو په ګډون د. . .

BACK TO NEWS